د وطن وږمه
اسدالله زمری اسدالله زمری

ای د وطن له ستړو   دښتو   نه راغلی وږمې!

لږ راته   ووایه   زما هغه   ختن   څنګه     وو؟

هغه   زما د  هیلو   ځاله     دی   ښه    ولیدله؟

هغه زما د سترګو تور ،روح او بدن ،څنګه وو؟

هغه  انسان   چې   يې   ملکو    غلامی کوله

مغرور پښتون، هوښیار تاجیک او ترکمن څنګه وو؟

هغه تنکي ځلمي په ولي لا تو پک ګرځاوه ؟

هغه پیغلوټۍ سره اوس چال او چلند څنګه وو؟

هغه چې ټول ورته یزید ،یزید او شمر شوي

هغه حسین ،حسین افغان هغه حسن څنګه وو؟

هغه د ډزو کڼوونکی غږ لا اوس هم خپور وو؟

هغه د بم  او  د  راکت  سوری   بدن   څنګه وو؟

هغه د خاورو نه جوړ کلي چې به شنه وو مدام

هغه چې تږی به وو تل ، سوی چمن څنګه وو؟

هغه خټین کور چې په سر به ئې شنیلي ټوکیدل

هغه بیدیا ، هغه صحرا ،هغه دمن  څنګه وو؟

هغه د تورو جګو غرونو ښاماران  ژوندي  وو؟

هغه هیبت ، هغه ښکلا،هغه هسکمن څنګه وو؟

هغه یاغي مستو سیندونو درته شور درنه کړ؟

هغه  اوبه ،  هغه څپه ، هغه   شکن  څنګه   وو؟

هغه  له   عطرو   ډکه ،   هغه   مزه  داره      خاوره

هغه فردوس ، هغه هغه جنت، هغه عدن څنګه وو؟

هغه   هوا  چې   به   نغمی   د ژوندانه   وی  پکې

هغه راحت،هغه مستي، هغه چلن څنګه وو؟

هغه   نښتري  ، چنارونه او   د  ولو         وني

هغه څیړۍ، هغه شیشم او نسترن څنګه وو؟

هغه لعلونه، سره یاقوت او زمرد څنګه وو؟

هغه لاله، هغه دشنو دښتو ګلشن څنګه وو؟

هغه   د غرو    دسر        بازان لا الوتل تر اوسه

هغه بلبل، هغه بورا، زاغ  او زغن څنګه وو؟

هغه وحشی او ترئیدلی هوسۍ چیرته لاړی؟

هغه زمریانو زړور لیوان، دښمن ،دښمن څنګه وو؟

هغه زما زیار کښ ولس په شانی ستړي میږیان

هغه مرغان، خزندګان،ماهی، مهن څنګه وو؟

څه دی لیدلي چې ګویا ژبه دی ګونګه شوله

ووایه لږ چې د افغان ولس ـ وطن   څنګه وو؟

که دی کوم وخت کې په غلطه هلته مخه وشوه

ورته ووایه چې پردیس زوی ئې غمجن څنګه وو؟

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


March 19th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان